سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
نړیواله ازادي ښځو ته په پاملرنه کې ناکامه ده
بسم الله الرحمن الرحيم
نړیواله ازادي ښځو ته په پاملرنه کې ناکامه ده

خبر:

بي بي سي د جنوري په ۲۰مه یو خبر خپور کړ، په هغه خبر کې راغلي و، چې د نړۍ ۱/۳ هغه بېوزله نجونې ښوونځیو ته له تلو بې برخې دي، چې عمرونه یې له ۱۰-۱۸ کلونو تر منځ دي. د یونیسف د راپور له مخې فقر او تبعیض د میلیونونو ځوانو ښځو او نجونو د بې سواده کېدو لامل شوي دي، چې ډېره برخه یې د افریقا په وادي کې بېوزلې کورنۍ جوړوي. یونیسف په خپل راپور کې خبرداری ورکړی، چې په ټوله کې د نړۍ بېوزله ماشومان ښوونځیو ته لاسرسی نه لري. په نړۍ کې له پنځو کورنو څخه د دریو کورنو نجونې یې ښوونځیو ته هېڅکله هم نه دي تللې. دا د تعلیم یو ناوړه حالت دی، چې د ښوونې او روزنې د بودیجې سره یوازې د شتمنو خلکو ماشومانو ته د تعلیم برابرېږي.

تبصره:

دا نوې څېړنې هغه اصلي واقعیت په ډاګه کوي، چې په غرب کې د ښځو او نجونو ارزښت (د ښځې او نر برابري) تش په نامه د سیاسي موخو د لاسته راوړلو لپاره کارېږي. د افریقایي دولتونه د بیلیونه ډالرو توان لري، ترڅو د دغه ملت شتمنۍ راوباسي او ګټه ترې واخلي. په سیمه کې له نړیوال پلان څخه ښکاري، چې دلته بهرنۍ کړۍ فعالې دي، چې په سیمه کې له جګړو څخه ګټه اخلي. بل عامل د کار کمه تنخوا ده، چې بهرنۍ کمپنۍ په ټیټه تنخوا کارکوونکي استخداموي، ترڅو خپل تولید بازار ته په ډېره ګټه وړاندې کړي، چې دا هم د ښځو او نجونو د سواد په کیفیت منفي اغېز کوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن وایي، چې اسلام د ښځو د پرمختګ لپاره یو خنډ دی. په هغه هېوادونو کې چې فقر او کورنۍ جګړې دي، زیات شمېر خلک يې د راډيکال کېدلو غوښتنه کوي او د ښځو او نجونو د بې سوادۍ اصلي علت د دوی د تعلیم پروسه ده. نوموړي د کپیټلېزم د رسوایۍ له امله ونه شو کولی، چې له استعماري او نشنلیستي ارزښتونو څخه یادونه وکړي، ځکه دا په نړۍ کې د اوسنیو دولتونو یو فساد دی، چې غواړي د اړو خلکو له ژوند څخه شتمنو خلکو په ګټه کار واخلي. هغه چارواکي چې غرب په اسلامي خاورو کې ټاکلي، خپل جیبونه یې د ملتونو شتمنیو ته پرانیستي دي او د هېوادونو پر سقوط او ناورینونو باندې یې سترګې پټې کړي دي. هغه سیمه چې په راپور کې یې په اړه خبرې وشوې، یو وخت په نړۍ کې د فعال پوهنتون، تعلیمي او څېړنیز مرکز او فکري پرمختګ لپاره یوه غوره بېلګه وه. توپیر یې یوازې دا دی، چې هغه مهال د یوې ثابتې او باوري رهبرۍ له خوا اداره کېده، چې د خلکو چارې به یې له قران او سنتو سره سمې سرته رسولې. خلافت به هېڅکله د خلکو د بې سوادۍ او تعلیم بې پروایي ونه کړي. جنسیت د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې تفاوت نه لري او د علم زده کړه یې پر هر مسلمان نر او ښځه باندې فرض کړې ده.

﴿قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَاب

[الزمر:۹]

ژباړه: ووایه چې ایا پوه خلک له ناپوه خلکو سره برابر دي؟ نه، یوازې هوښیاران د یو شي توپیر له بل سره کولی

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځه بي بي عایشه رضی الله عنها باید د ښځو د تعلیم لپاره استاده او الګو وي. خلکو به په سلګونو میله سفر کاوه، ترڅو د هغه له حافظې څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو حدیث شریف زده کړي.

نو یو څوک به څه ډول ووایي، چې خلافت د ښځو لپاره ستونزې زیږوي؟ په حقیقت کې اوسني غلام نظامونه هېڅکله په نړیواله کچه د ښځو ستونزې حلولی نه شي.

د مسلمانو ښځو ستونزې به هغه مهال حل شي، چې د الله سبحانه وتعالی قانون پر مسلمانانو باندې حاکم شي او د اسلام خپلواک سیاسي نظام (خلافت) تاسیس شي. موږ به الله سبحانه وتعالی ته دعا کوو، ترڅو دغه وخت زر راولي او موږ یې په خپلو سترګو ووینو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عمران محمد

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې